د کورنیو چارو وزارت د  پلان او اپراسيون لوی ريس ملا عبدالباري (سیف الله)،  د قرارګاه قوماندان مولوي محمد رفیق مخلص او د قرارګاه رئیس ارکان رحیم‌الله عمري له لوري د نېکمرغه لوی اختر (عیدالاضحی) د رارسېدو په مناسبت د قرارګاه مجاهدینو ته له نږدې مبارکي وړاند

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۶ - ۱۴:۴۰
fdsfg

یادو مسؤلینو د مجاهدینو د نه ستړې کېدونکو هڅو، سرښندنو او د هېواد د امنیت او ثبات په ټینګښت کې د هغوی د ارزښتمن رول ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې امنیتي ځواکونه به د هېواد د نظم، امنیت او عامه خوندیتوب د تأمین لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

همداراز، د قرارګاه مشرتابه له لوري مجاهدینو او د هغوی خدمتونو ته درناوی څرګند شو او د لوی اختر په مناسبت ورته د نېکمرغۍ، سوکالۍ او بریاوو هیله وشوه.