د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!
د کورنیو چارو وزارت د څېړنو له مخې کابل ښار کې ډېری ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ترسره کېږي.
پر دې بنسټ درنو کابل ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، څو د روان کال د وري میاشتې د ۲۷ نېټې (چهارشنبې) ورځې له پیله په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت لخوا د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکل له ګرځونې په کلکه ډډه وکړي.
پولیس د عامه امن او نظم ساتونکي دي او هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امریې سرغړونه وکړي، موټرسایکل به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې قانوني جدي چلند کېږي.
له خپلو پولیسو سره همکار اوسئ!