د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!

hakimi-moi
01

د کورنیو چارو وزارت د څېړنو له مخې کابل کې په تېره بیا د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې ډېری ترورېستي پېښې، هدفي وژنې او جنايي جرمونه د موټرسایکل سپرو کسانو لخوا ترسره کېږي.
پر دې بنسټ د پنځمې امنیتي حوزې اړوند درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، څو د کورنیو چارو وزارت لخوا د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو دې د موټرسایکل له ګرځونې په کلکه ډډه وکړي.
پولیس د عامه امن او نظم ساتونکي دي او هر هغه څوک چې د کورنیو چارو وزارت له دې امریې سرغړونه وکړي، موټرسایکل به یې ضبط او له چلوونکي سره به یې قانوني جدي چلند کېږي.
له خپلو پولیسو سره همکار اوسئ!

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements