د کورنیو چارو وزارت خبرتیا!
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال عبدالصبور قانع او د دې وزارت ستر امنیتي معین خوشحال سعادت؛ له خپلو ټولو هغه درنو او باعزته هېوادوالو او همکارانو څخه وړاندې له وړاندې د زړه له کومې مننه کوي، چې دوی ته د مبارکۍ لپاره راځي.
اجازه راکړئ تر څو خپلو اساسي مسوولیتونو ته د رسېدو په موخه چې له ترهګرو، جنايي جرمونو، نشه یي توکو سره مبارزه او هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت زمینه برابرول دي؛ لاس په کار شو؛ نو ستاسو له راتګ څخه په ډېر درنښت بښنه غواړو.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال او ستر امنیتي معین له خپلو ټولو درنو او باعزته هېوادوالو څخه غواړي؛ هغه ګلان او ډالۍ چې دوی ته یې د مبارکۍ لپاره راوړي، هغه دې د شهید شویو امنیتي ځواکونو پر مزار ډالۍ کړئ تر څو د خپلو شهید شویو امنیتي او دفاعي ځواکونو درناوی ادا کړي او دا په یو غوره دود بدل شي.
یو ځل بیا ستاسې له مینې او ملاتړ څخه د زړه له تله مننه کوو.
د یو سمسور، آباد، سوکاله او امن افغانستان په هیله