د کورنیو چارو وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د کارموندنې او په چارو کې د روڼتیا په موخه هوکړه لاسلیک شوه.
نن د کورنیو چارو وزارت او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د رڼه او موثر مدیریت، ارتباط جوړونې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونیز کیفیت د ښه والي او د انډولیزې ودې په موخه یوه هوکړه لاسلیک شوه.
یاده هوکړه د کورنیو چارو وزارت د تأمیناتي مرستیال ریاض الله درمل او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرې ندیمه سحر ترمنځ لاسلیک شوه.
دا هوکړه لیک د کورنیو چارو وزارت د تاسیساتو د حفظ او مراقبت په برخه کې امضا شو، له دې وروسته به د وزارت د تاسیساتو د حفظ او مراقبت چارې د یاد وزارت د حفظ او مراقبت ریاست لخوا پر مخ وړل کېږي او کارکوونکي به ورته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا معرفي کېږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ملي یووالي د حکومت له لومړیتوبونو ده چې د ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان پر بنسټ د پوهنې له وزارت څخه جلا او د یوې خپلواکې ادارې په څېر عمل کوي.
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کورنیو چارو وزارت سربېره؛ له کابل پوهنتون، پولی تخنیک پوهنتون، د پلازمېنې زون د ودې له ملي ادارې، د موبل او فرنیچر د پیشه ورانو له ټولنې او د انافي موسسې له اجراییه رییس سره هم د چارو د سمون او موثر مدیریت لپاره هوکړې لاسلیک کړې.