د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو ته د سفر په لړ کې د یادو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزه

hakimi-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۶:۳۲
1

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع او د ملي امنیت عمومي ریاست ولایتي مرستیال بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو ته د سفر په لړ کې د یادو ولایتونو امنیتي وضعیت وارزوه.
یاد لوړ پوړي پلاوي د بغلان – بلخ د لویې لارې او امنیتي پوستو د امنیتي وضعیت د ارزونې برسېره د د دې ولایتونو له یو شمېر سیمه‌ييزو چارواکو او د ولایتي شورا غړو سره هم وکتل.
دې پلاوي د ځواکونو پر لا زیاتې همغږۍ، له جرمونو سره پر مبارزې، د غیرمسووله وسله‌والو له ګرځېدنې پر مخنیوي او د ترهګرۍ ضد پلانونو پر عملي کولو بحث او خبرې وکړې.
همداراز ښاغلي قانع د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په برخه کې د یادو سیمو د امنیتي مسوولینو وړاندیزونه هم واورېدل او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري به د دوی وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د یادو ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو معیشتي وضعیت هم وارزوه او د دوی د وضعیت پر لا ښه‌والي یې ټینګار وکړ.‎‎