د کورنیو چارو وزارت اعلامیه!

moi-af
شنبه ۱۳۹۸/۱/۳۱ - ۹:۴۴
MCIT-attack

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت اړوند پر مرکزي پوسټ خونې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات پای ته ورسېدل.
امنیتي ځواکونو څلور ترهګر چې پر مرکزي پوسټ خونې یې برید کړی و، ووژل.
له بده مرغه په دې برید کې څلور ملکي وګړي او درې سرتېري شهیدان شوي او اته نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د مخابراتو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو تر ۲۸۰۰ زیاتو کارکوونکو ژوند د ځانګړو تکتیکونو له لارې ژغورلی.
د هېواد امنیتي ځواکونه په خپل ټول ځواک سره د افغانستان او افغانانو دښمنانو په وړاندې درېدلي او په ډېر مېړانه یې وکولای شو چې د سلګونو هېوادوالو ژوند وژغوري.