د کورنیو چارو وزارت ابلاغیه!

moi-af

کورنیو چارو وزارت د کارکوونکو او ملي پولیسو د برم او حیثیت د ساتنې په موخه، د همدې اونۍ له دوشنبې ورځې، ۱۰ د جدي ۱۳۹۷ کال څخه وروسته، د دې وزارت هېڅ کارکوونکی او پولیس د مشرتابه یا اړوند ادارې له خبرولو پرته د دې حق نه لري چې په کابل کې بهرنیو سفارتونو ته دننه شي.
د اړتیا په وخت کې کولای شي د خپلو اړوندو ادارو رهبري او یا هم د جاسوسۍ ضد ادارې د خپلو ستونزو د حل په موخه خبرې کړي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت هېڅ نظامي او ملکي کارکوونکی نشي کولای چې بهرنیو سفارتونو ته د ملي ورځو، خپلواکۍ ورځو، شپنیو مېلمستیاو او نورو غونډو کې ګډون وکړي.
د سفارت خونو د ساتنې کنډک به د کارکوونکو او پولیسو د ننه کېدو خبر؛ د وزارت مشرتابه ته راپور ورکوي.
له سرغړوونکو سره به د جاسوسۍ لپاره د هڅو په تور؛ جدي چلند وشي.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۰:۰
Background image

خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت اړوند د پلان او  اوپراسیون لوی ریاست د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجینرۍ ریاست له لورې د جېمر دستګاوو د وې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ عمومي قوماندانۍ خبرتیا

د پولیسو اکاډمۍ عمومي قومانداني په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیسانس زده‌کړو لپاره د کانکور ازموینې له لارې د مرکز او ولایتونو له بېلابېلو لې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

Back to announcements