د کورنیو چارو سرپرست وزیر کونړ ته د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف سفر کړی
تېره شپه د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د کونړ ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف د دې ولایت له والي او د امنیه قومندانۍ له منسوبینو سره کتلي دي.
محمد مسعود اندرابي کونړ کې د امنیتي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او ویې ویل، چې دښمن د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو په وړاندې د درېدلو توان نه لري او د هېواد امنیتي ځواکونه په مېړانه له خپلې خاورې دفاع کوي.
ښاغلي اندرابي د کونړ پولیسو ته د ډیورنډ کرښې له اخوا بریدونو په تړاو دستور ورکړی، چې د دښمن د هر عمل په وړاندې دې باالمثل عکس العمل وښيي او هېچاته دې د دې اجازه نه ورکوي، چې زموږ پر خاوره تېری وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کونړ امنیتي وضعیت د ستاینې وړ بللی او ویلي دي، چې کونړ کې د پخوا په پرتله امنیتي وضعیت ښه شوی او له خلکو سره یې د پولیسو د چلند په تړاو خوښي څرګنده کړې ده.
محمد مسعود اندرابي د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د کونړ ولایت د امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې کونړي ځواکونو په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې بېساری امنیت ساتلی او له همدې امله یې د کونړ ولایت امنیه قومندان او ځینې افسران د مډالونو او ستاینلیکونو په ورکړې نازولي دي.