د کورنیو چارو سرپرست وزیر د شمال زون د امنیتي وضعیت د ارزونې پهپار بلخ ولایت ته سفر وکړ

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي تېره ورځ د هېواد د شمال زون د امنیتي وضعیت د ارزونې په پار بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له ملکي او نظامي چارواکو سره وکتل.
ښاغلي اندرابي د بلخ ولایت له نظامي شورا سره د غونډې په ترڅ کې د امنیتي وضعیت د ښه والي او له جرمونو سره د مبارزې په برخو کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او اړونده چارواکو ته یې هدایت ورکړ، څو د پولیسو ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې په برخو کې جدي پاملرنه وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر په شمال زون کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو د ستاینې برسېره؛ دوی ته ټینګار وکړ څو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې، د قانون د تنفیذ او د امنیت د ټینګښت په برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
محمد مسعود اندرابي د دې سفر په لړ کې د بلخ له والي سره هم وکتل او د دې کتنې په ترڅ کې يې د بلخ پر امنیتي وضعیت او همدارنګه د ترهګرۍ ضد د عملیاتو په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لا همغږۍ او منظمې پلان جوړونې خبرې وکړې.