د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترهګرو پر وړاندې نښته کې د تخار د ژوبل شوي امنیه قوماندان له روغتیايي حالت څخه لیدنه وکړه

jamil-moi
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۸ - ۱۴:۱
6

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د تخار ولایت د امنیه قوماندان مل‌پاسوال خیرمحمد تیمور د روغتیايي وضعیت لیدنې ته چې د ترهګرو پر وړاندې نښتو کې ټپي شوی و، ورغلی دی.
جنرال عبدالستار میرزکوال د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د تخار ولایت د امنیه قوماندان له سرښندنې او اتلولۍ درناوی وکړ او ویې ویل، چې د طالبانو جګړه هېڅ ډول دیني اساس نه لري او د دې ترهګرې ډلې ځپل د هر افغان دیني او هېوادنۍ وجیبه ده.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه وویل چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو اوسنۍ قربانۍ او سرښندنې به د تاریخ په زرینو کرښو ثبت شي او دا ډول صدیق بچي اجازه نه ورکوي څو په دې سپېڅلې خاوره ترهګر واک ومومي.
په همدې حال کې؛ د تخار ولایت ژوبل شوي امنیه قوماندان مل‌پاسوال خیرمحمد تیمور هم ډاډ ورکړ چې تر روغېدو وروسته به بیاځلي د افغانستان له خلکو او خاورې د دفاع سنګر ته ور ودانګي او ترهګر به وځپي.