د کورنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره و لیدل

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۳۰ - ۱۱:۴۴
سبسبسبسبس

پرون له غرمې وروسته د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ا.ا.ا. د کورنيو چارو وزير الحاج خليفه سراج‌الدين حقاني سره وکتل. 

په دې ناسته کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، امنيتي مسائلو، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر ودې او په سيمه‌ييزو او نړيوالو فورمونو کې له افغانستان څخه د روسيې پر ملاتړ هراړخيزې خبرې وشوې.

په سر کې خليفه صاحب د افغانستان او روسيې اړيکې ښې و بللې او ټينګار يې وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د پلاوو لا زيات تګ او راتګ به دوه اړخيزې اړيکې لا پیاوړي کړي.
د کورنيو چارو وزير وويل، افغانستان کې راغلی امنيت او ثبات د روسيې په ګډون د ټولې سيمې په ګټه دی.

د روسيې ولسمشر ځانګړي استازي په خپل وار د افغانستان امنيت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه وباله او د افغانستان د حکومت هڅې يې وستايلې.

ښاغلي کابلوف وويل چې روسيه د افغانستان د حکومت دريځونو ته درناوی لري او ټينګار کوي چې ملګري ملتونه بايد د افغان حکومت سره په تفاهم اقدامات وکړي.

کابلوف وويل، هېواد يې غواړي چې د افغانستان او روسيې تر منځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ کچه زياته کړي.