د کورنیو چارو او امربالمعروف وزارت سرپرست وزیرانو کونړ ته سفر او د سیمه ییزو مسوولینو او مجاهدینو لپاره د جوړ شوي سمینار په پایغونډه کې ګډون وکړ

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۱:۷
sfdsfdfdsfasdf

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني او د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ الحدیث محمد خالد حنفي، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د هیواد ختیځ کونړ ولایت ته ولاړل. په دې سفر کې د کورنیو چارو وزارت د دفتر رئیس مولوي ذین الله عابر هم له دوی سره ملتیا کوله.

یاد سمینار چې د مجاهدينو ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوی و، د کنړ والي مولوي قدرت الله حمزه، د دې ولايت امنيه قوماندان مولوي ضياالحق حامد او يو شمېر نورو سيمه ييزو چارواکو پکې برخه اخيستې وه.

خليفه صاحب دې سمينار ته په وینا کې د کونړ د ولس او مجاهدینو ستاینه وکړه او په وینا یې یاد ولس او مجاهدین د اشغال په مقابل کې د مبارزې په لومړیو صفونو کې ولاړ وو. 
محترم حقاني د یاد ولایت د مجاهدینو د اخلاص او وفادارۍ یادونه وکړه او سرښندنې یې وستایلې. همدا راز تینګار یې وکړ چې مسوولین او مجاهدین باید د هیواد آبادۍ او نظام د پیاوړتیا لپاره په یووالي او اخلاص سره کار وکړي. 

خلیفه صاحب زیاته کړه: "منصبونه او مسوولیتونه موقتي دي، خو د خلکو اعتماد یو لوی امانت دی چې ساتل یې ضروري دي. په حکومتي او خدمتي دوره کې شفافیت او پاکي زموږ بنسټونه دي. باید د شهرت، مادیاتو او مقام غوښتنې څخه ځان وساتو او معنویات لوړ وساتو، ترڅو د الله نصرت مو له لاسه ونه وځي."

قدرمن حقاني پر یووالي او اتحاد ټینګار وکړ او وویل: "دښمنان زموږ له اتفاق څخه وېرېږي، نو باید د شکونو او بدګومانۍ څخه ځان وساتو. تل د څېړنې او تحقیق وروسته پرېکړې کوئ او د زور پر ځای، د فکري او ذهني پوهې له لارې خلک د حق لوري ته راجلب وئ."

خلیفه صاحب د بیت المال ساتنې او امانتدارۍ په اړه لارښوونې وکړې او زیاته یې کړه: "د اضافي مصارفو او اسراف څخه ځان وساتئ، د حکومتي وسایلو او موټرو ښه ساتنه وکړئ او د بیت المال د وسایلو غیرمسئولانه استعمال څخه ډډه وکړئ."

دغه راز د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزرات سرپرست شیخ محمد خالد حنفي، ياد سمينار ته په وينا کې وویل: " اسلامي امارت، ځانګړی اسلامي نظام دی چې په کې د علماوو، طلباؤ، او دین دوستو خلکو ځانګړی عزت او ارزښت خوندي دی." هغه د یووالي او اتحاد پر ساتلو ټینګار وکړ او  خپله منځ او ولس سره پر نېک چلند او ښه سلوک ټينګار وکړ.