د کورنیو چارو سرپرست وزیر لغمان ته د امنیتي وضعت د ارزونې په موخه سفر کړی

تېره ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د لغمان ولایت د امنیتي وضعت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر کړی او د ولایت له والي، امنیه قومندان، منسوبینو، د ولایتي شورا رییس او غړو، علمای کرامو، قومي مشرانو، ځوانانو او مدني ټولنو له استازو سره یې کتلي دي.
محمد مسعود اندرابي په سر کې د لغمان ولایت د امنیتي وضعیت په تړاو د اړونده چارواکو ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه، چې ستونزو ته به یې جدي رسیدګي کېږي او د لا ښه امنیت د ټینګښت په هدف یې د دوه نورو امنیتي حوزو د رامنځته کېدو ډاډ ورکړ.
ښاغلي اندرابي لغمان کې د پولیسو د عملیاتو څرنګوالی له نږدې وڅاره او زیاته یې کړه، چې پدې وروستیو کې د لغمان ولایت پولیسو ښې لاسته راوړنې درلودې او ورځ تر بل یې چارې په مسلکي ډول پر مخ ځي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د لغمان ولایت د امنیه قومندانیو منسوبینو ته ډاډ ورکړ، چې د کورنیو چارو وزارت رهبري به د پولیسو ستونزو ته د رسیدګۍ په برخه کې له هر راز هڅو استفاده کوي او تشکیل د کمبود ستونزې به یې په لومړیو کې حلوي.
محمد مسعود اندرابي لغمان ته د خپل سفر پر مهال له قومي مشرانو، مخورو، دیني علماوو او د مدني ټولنو له استازو سره هم وکتل او له ملي پولیسو یې د دوی له ملاتړه مننه وکړه او ویې ویل، چې له خپلو پولیسو سره دې خپله همکاري لا غښتلې کړي؛ څو امنیتي ستونزې یې له منځه ولاړې شي.
لغمان ولایت ته د کورنیو چارو د سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د سفر په پای کې د دې ولایت د امنیه قومندان او قومي مشرانو په لاسونو ښاغلي اندرابي ته د اعزاز شمله ور په سر شوه.