د کورنيو چارو وزير الحاج خلیفه سراج الدین حقاني د پکتيکا ولايت ډيلې ولسوالۍ ته سفر وکړ

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۱۸
asdf

ښاغلي وزیر په هغې غونډې کې ګډون وکړ چې سيمه ييزو مسؤلينو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو پکې ګډون درلود. په پيل کې د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په استازيتوب قومي مشر حاجي محمد حليم، خليفه صاحب ته ښه راغلاست ووايه او يادې ولسوالۍ ته يې د خليفه صاحب سفر په سيمه کې د مېشتو قومونو او ولس لپاره وياړ وباله. خليفه صاحب د اسلامي نظام د حاکميت په موخه د يادې ولسوالۍ د اوسيدونکو قربانۍ و ستايلې او د جهادي بهير بريا يې د ورته قربانيو پايه و بلله. نوموړي وويل دغه ولسوالۍ که څه هم له مادي پلوه کمزورې ده خو په معنوي لحاظ ځانګړی ارزښت لري. خليفه صاحب له بې اتفاقي څخه د ځان ژغورنې او د حکومت او ولس پر يووالي ټينګار وکړ هيله يې و ښوده چې د جهادي دورې په څېر بايد متحد و اوسو او د شخصي ګټو پر ځای، ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړو. هغه وويل افغانانو ته دين او وطن دواړه مهم دي او زياته يې کړه چې د پياوړې اسلامي عقيدې په لرلو سره بايد په ګډه د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړو. نوموړي د حکومت غېږه ټولو افغانانو ته پرانيستې و بلله او په ملي يووالي يې ټينګار وکړ. خليفه صاحب مجاهدينو ته په سپارښتنو کې وويل: خلک بايد په نرمـۍ سره د خپلو اسلامي ارزښتونو درناوي ته سوق شي او له دوی یې وغوښتل چې، د ولس سره ښه چلند ولري.