د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معین د لغمان ولایت امنیتي وضعیت وارزاوه

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۴:۱۵
5

د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن په داسې حال کې چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو عمومي قوماندان، د هېواد هوايي ځواک قوماندان او يو شمېر نورو لوړ پوړو نظامي مسؤلینو یې ملتیا کوله د لغمان ولايت امنيتي وضعيت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن او ورسره پلاوي لومړی د لغمان ولایت ۲۰۱ سیلاب قول اردو کې د یادې قول اردو له قوماندان، د لغمان ولایت امنیه قوماندان، د ملي امنیت رییس او یو شمېر نورو مسؤلین سره ګډه امنیتي ناسته وکړه، چې په کې د امنيتي سيمو د لا پراختيا او د راتلوونکو عملیاتي پلانونو په اړه هراړخېزې خبرې اترې وشوې.
ښاغلي رحمن د لغمان ولایت امنیتي مسؤلینو ته د لا ښه او خوندي امنيت ټينګښت په موخه يو لړ لازمې سپارښتنې وکړې او د ټولو امنيتي ارګانونو تر منځ په ګډې همغږۍ یې کلک ټينګار وکړ.