د کندوز ولایت د امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د کندوز ولایت د مخکېني امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر جنازه، نن چهارشنبه د پروان ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
په دې مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع او د کورنیو چارو وزارت یو شمېر رییسانو او منسوبینو هم ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د مل پاسوال عبدالرشید بشیر د مړینې تسلیت د مرحوم کورنۍ او ملګرو ته وویلو او د نوموړي له کارنامو یې په نېکۍ یادونه وکړه.
ښاغلي قانع زیاته کړه چې مرحوم بشیر یو مسلکي او په کار پوه افسر و، چې د امنیتي سکتور په بېلابېلو برخو کې یې خپلې دندې په پوره صداقت او هېواد پالنې ترسره کړې وې.
د کندوز ولایت مخکېنی امنیه قومندان مل پاسوال عبدالرشید بشیر تېره ورځ د کورونا ناروغۍ له امله ومړ.