د کندهار د شرطې له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۸۵ تنه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت اړوند د کندهار د شرطې ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۸۵ تنه شرطه، چې د یوې میاشتې په موده کې یې عقیدوي او مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې وې، د فراغت سندونه ترلاسه کړل. د دوی د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ تدریسي مرستیال مولوي سیدالرحیم شهاب فاتح، د کندهار د شرطې ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان الحاج مولوي محمد عوض سعید، د مرکز آمرینو، استادانو او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د مرکز عقیدتي آمر شیخ مولوي اسدالله نقشبندي او د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ تدریسي مرستیال محترم الحاج مولوي سیدالرحیم شهاب فاتح ویناوې وکړې. ویناوالو پر فارغو شویو شرطو غږ وکړ چې خپلې ترلاسه کړې عقیدوي او مسلکي زدهکړې په عملي ډګر کې په ښه توګه وکاروي او له ولس سره په نرمۍ، حوصلې، ښو اخلاقو او اسلامي اصولو برابر چلند وکړي، ترڅو د خلکو باور لا پیاوړی او د خدمت بهیر لا اغېزمن شي.