د کندهار د شرطې روزنیز مرکز څخه ۹۰ تنه منسوبین فارغ شول

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۸
asdfsaf

د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ اړوند د کندهار د شرطې روزنیز مرکز څخه ۹۰ تنه د شرطې منسوبین د یوې میاشتنۍ عقیدوي او مسلکي زده‌کړې له بشپړولو وروسته فارغ شول. د فراغت په مراسمو کې د کندهار امنیه قومندان، د یاد مرکز قومندان د تمیز محکمې رییس، د میدان هوایي رییس او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و. ویناوالو د امنیت د ټینګښت، د عقیدوي او مسلکي زده‌کړو د ارزښت او د امنیتي ځواکونو د ظرفیت لوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ. په پای کې فارغینو ته د فراغت سندونه ورکړل شول او د هېواد د امنیت او سوکالۍ لپاره د خدمت دعا ورته وشوه.