د کندز ولایت نوی ټاکل شوی والي رسماً معرفي شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې، د کندز ولایت لپاره نوی ټاکل شوی والي مولوي نصرالله مطیع د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت د لومړي معاونیت د حکومتولۍ او ولسي چارو رییس مفتي سید غازي الله هاشمي له لوري د دې ولایت ولسونو ته معرفي شو. په دې مراسمو کې د ولایت مرستیال، امنیه قومندان، د علماوو شورا مسؤول، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان، د استخباراتو رییس او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسؤلینو، علماوو او قومي مشرانو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم په تلاوت پیل او د بېلابېلو ویناوالو له څرګندونو وروسته، نوي والي د ولسونو خدمت، د اسلامي نظام پیاوړتیا او د بیارغونې په برخه کې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ. نوموړي همداراز د نظام د ساتنې او د مشرتابه د احکامو د عملي کولو پر اهمیت خبرې وکړې او ټولو ولسونو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.