د کاپیسا ولایت په اله سای ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د سیمه ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په سوله او دوستۍ بدله شوه.

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۴۵
ghfj

 

​دا دښمني چې د تېرو اختلافاتو له امله د جاناګل په کلي کې رامنځته شوې وه، په لړ کې یې یو تن هم وژل شوی و.
​په همدې اړه د روغې جوړې په غونډه کې دواړو لورو تېرې کینې او اختلافات یوې خوا ته کېښودل او ترمنځ یې د سولې، ورورولۍ او ښو اړیکو په ټینګښت هوکړه وکړه.
​د کاپیسا ولایت سیمه ییزو چارواکو دا ګام د سولې په تامین او د شخړو په حل کې اغېزمن وباله او د خلکو ترمنځ یې د اختلافاتو د حل، یووالي او ورورولۍ د ټینګښت لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.