د کابل پولیسو لپاره د درملنې او روغتیايي توکي ووېشل شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۱۲:۰
8

د کورنیو چارو وزارت د روغتیا ریاست چارواکو په کرونا ویروس د ملي پولیسو د منسوبینو په اخته کېدو د مخنیوي په موخه د کابل ښار ځینو امنیتي حوزو د منسوبینو لپاره یو شمېر د درملنې او روغتیايي وسایل ووېشل.

دا کمپاین چې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین ریاض درمل لخوا ترسره شوی و، په کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي سربېره د کورنیو چارو وزارت د روغتیا رییس له لوري د کابل ښار د امنیتي حوزو منسوبینو او سربازانو ته د کرونا ویروس د درملنې او مخنیوي لپاره یو شمېر لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

کورنیو چارو وزارت کرونا سره د مبارزې او مخنیوي لپاره د ملي پولیسو په ټولو قطعو او جزوتامونو کې د درملنې او روغتیايي توکو د وېش لړۍ پیل کړې او همداراز یو شمېر پیسې یې هم کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې کړې دي.

کورنیو چارو وزارت کرونا ویروس سره د مبارزې او مخنیوي په موخه یو شمېر چارې تر لاس لاندې نیولې چې په روغتیا ریاست کې د کرونا ویروس د تشخیص کمېټې رامځته کول، په ټولو قومندانیو کې د بېړني حالت د کمېټې رامنځته کول او همداراز په کرونا ویروس د روږدو د قرنطین لپاره ځانګړی ځای جوړول، له تجمعي حالت څخه په انفرادي حالت د ډوډۍ وېش، د ټولنو بندېدل او همداراز د امنیتي او دفاعي بنسټونو تر منځ د همغږۍ زیاتوالي برخې شاملې دي.