د کابل پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ ساتنمنان فارغ شول

hakimi-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۶:۴۸
1

د کابل پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۲۰۰ ساتنمنانو تېره ورځ د رتبو د لوړونې له ښوونیزې دورې څخه د یوې غونډې په ترڅ کې چې د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې عمومي قوماندان، مشرتابه او د یاد مرکز ښوونکو هم په کې ګډون کړی و، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
یادو ساتنمنانو چې په دې ښوونیزې دورې کې یې له بېلابېلو قطعو او جزوتامونو ګډون کړی و، د څلورو میاشتو په لړ کې یې د امنیت ساتنې او د قانون د تنفیذ په برخو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي.
فارغ شويو ساتنمنانو ته د دې ښوونیزې برنامې په پای کې د افسري دورې لومړۍ رتبه چې "دویم څارن" ده، ورکول کېږي.
د روان کال په لړ کې دا دویم ځل دی چې په ټوله کې د کابل پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۵۰۰ تنه ساتنمنان د ښوونیزې برنامې له ترلاسه کولو وروسته فارغېږي.