د کابل ولایت مقام کې د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ نوبتي غونډه وشوه

moi-af
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۴
sdasffd

د هېواد د اوو زونونو د والیانو د همغږۍ نوبتي غونډه د کابل ولایت مقام کې د کندهار والي الحاج ملا محمدشیرین آخند، د بلخ والي الحاج ملا محمدیوسف وفا، د هرات والي شیخ مولوي نوراحمد اسلام‌جار، د ننګرهار والي الحاج ملا محمدنعیم آخند، د کندز والي مولوي نصرالله مطیع، د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد او د کابل والي الحاج ملا امین‌الله عبید په ګډون جوړه شوه.

په غونډه کې د کابل والي د ښه راغلاست ترڅنګ د چارو د پرمخ وړلو لپاره د همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت ټینګار وکړ. ورپسې د اوو زونونو په کچه د ترسره شویو غونډو راپورونه، وړاندیزونه او پرېکړې وڅېړل شوې او د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

همداراز، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمانونو او حکمونو پر اغېزمن تطبیق، د سرحدي چارو پر ښه تنظیم، د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د امنیتي او ملکي چارو د مدیریت پر ښه‌والي، د کانونو د استخراج او قراردادونو، د کاري فرصتونو د برابرولو، د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې، پر لویو لارو د ترافیکي اصولو د مراعتولو او د کرنیزو ځمکو د اجارې ورکولو په اړه خبرې وشوې.

په پای کې، د خوراکي توکو او درملو د کیفیت د ارزونې لپاره د معیاري لابراتوارونو پر جوړولو، د حوزوي روغتونونو پر پیاوړتیا او معیاري کولو او د ښوونیزو او روغتیايي خدمتونو پر ښه‌والي بحث وشو او د ګډونوالو نظرونه واورېدل شول.