د کابل د نننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
h

نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د احمد شاه مسعود څلور لارې ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړه.
د دې ترهګریزې پېښې په ترڅ کې د شپږو نظامیانو په ګډون ۲۲ ملکیان شهیدان شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.
د شهیدانو او ټپيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د جګړې په ډګرونو کې ترهګرو طالبانو ته درنه ماته ورکړې او د همدې ماتو له امله دوی اوس پر ملکي تأسیساتو او ملکي مرګ ژوبلو لاس پورې کوي.
ستاسې مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد اصلي ساتونکي دي او له ترهګرو به د دې ترهګریزو پېښو غچ اخلي.

مطبوعاتي اعلامیې

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله د کورنیو چارو وزارت د خواخوږی پیغام!

په خواشینۍ سره چې نن سهار د کندهار - هرات پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هیوادوال شهیدان او یو شمیر نور ټپیان شوي.

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
Background image

خبرتیا!

د اسلامي امارت د مشرتابه عالي مقام د (۱۵۲۰) ګڼه فرمان پر بنسټ او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه د هدایت له مخې د شخصي موټرونو خاوندانو ته خبر ورکول

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

د کورنیو چارو وزارت پیغام

د وسلو ټولولو په اړه د پوهاوي نړیواله ورځ د سولې ساتلو او د نړیوال امنیت په رامنځته کولو کې د کلیدي اقداماتو په توګه ځانګړی اهمیت لري.

Back to announcements