د کابل او کندهار په هوایي ډګرونو کې څلور تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو ونیول شول

د کابل ولایت د حامد کرزي او د کندهار ولایت د نړیوال هوایي ډګرونو منسوبینو څلور تنه د هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو نږدې څلور کیلوګرامه نشه یي توکي په سفري بیک او ګېډو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې له هېواد څخه بهر یې قاچاق کړي.