د پکتیا ولایت په ګرده څیړۍ ولسوالۍ کې د ۲۸ کلنې مرګونې دښمنۍ پای ته رسېدل
د پکتیا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ د پړانګي کلي د دوو کورنیو ترمنځ هغه اوږده او مرګونې دښمني، چې نږدې ۲۸ کاله یې دوام درلود، د ځایي علماوو، قومي مشرانو او د ولایتي او سیمهییزو مسؤلینو د پرلهپسې او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې د سولې او سولهییز تفاهم له لارې پای ته ورسېده. یاده شخړه چې له لفظي لانجې څخه پیل شوې او وروسته په فزیکي تاوتریخوالي اوښتې وه، د دواړو لورو څخه یې یو ـ یو تن ژوند له لاسه ورکړی و او له یوې خوا یو تن سخت ټپي شوی و، خو د متقابل تفاهم او منځګړیتوب له مخې دواړه لوري د دایمي روغې جوړې هوکړې ته ورسېدل. د دې دښمنۍ په پای ته رسېدو سره د دواړو کورنیو ترمنځ د سولې، ورورولۍ او متقابل درناوي نوې فضا رامنځته شوه. دواړو لورو د منځګړو له هڅو مننه وکړه او د هغوی رول یې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره رغنده وباله.