د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۹
شسیبشسب

د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دغو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د تامیناتي چارو معینیت اړوند د تعمیراتو لوی رییس مولوي عنایت الله رشید، د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، د والي د دفتر رییس، د ولسوالۍ مسؤلینو، امنیه قوماندان، علماوو، قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او ګڼ شمېر هېوادوالو ګډون کړی و.

د مسؤلینو په وینا، د یادې ودانۍ د جوړېدو ټولیز لګښت څه باندې ۱۹ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې په بشپړېدو سره به د ولسوالۍ اداري چارې په لا ښه ډول تنظیم او خلکو ته به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.