د پکتیا ولایت امنیه قوماندانی 20 بستریز ولایتی د اکسری دیوال د سرب کولو چارو پروژه
Publish Date
Closing Date
پدې توګه د دمقام د003 امریی د(8) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږې ،د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د پکتیا ولایت امنیه قوماندانی 20 بستریز ولایتی د اکسری دیوال د سرب کولو چارو پروژه تړون چې د احساس هسپیتل سپلای لمیتد شرکت ته چې د جواز شمېره یې (20606-0101) د شفا مارکیت خیر خانه هوتل پروان ، مرکز کابل، کابل کی موقعیت لري په (895،000) افغانۍ ټوليزې بیې اعطا کړی.
حقیقي او حکمي کسان چې په دې برخه کې هر ډول نیوکې(اعتراضونه) ولري،کولای شي خپله نیوکه له د لایلو سره یو ځای د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر دری کاری ورځو پورې په لیکلي بڼه د کورنیوچارو وزارت تدارکاتو ریاست ته چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په 80 متره سړک موقعیت لري وړاندې کړي.
د ا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یاد شوې مودې او ورپسې قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون عقد نه شي.
