د پولیسو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شول.

د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو په کابل، هرات او فاریاب ولایتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، اوه تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په تور نیولي دي.
له نیول شویو کسانو څخه څه باندې ۱۱ کیلو ګرامه نشه یي توکي کشف او ضبط شوي او یو عراده کرولا او دوه کړۍ لاسي بمونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د دې ترڅنګ؛ هرات ولایت کې هم له دوه قوي چاودنو مخنیوی شوی. ترهګرو طالبانو غوښتل د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په ده سبز سیمه کې امنیتي ځواکونه او ملکي خلک د خپلو ترهګریزو پېښو موخه وګرځوي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د دوی دوه کړۍ ماینونه د پولیسو له خوا کشف او خنثی شول.
د یو بل خبر له مخې؛ هرات کې یو تن د غیر قانوني وسلو د لېږد په تور له یو شمېر وسلو او مهماتو سره نیول شوی دی.