د پنجشېر والي د یوناما د مرکزي زون له رییس سره ولیدل
د پنجشېر ولایت والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم د یوناما د مرکزي زون د دفتر له رییس تابیتابوګوا سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د موجوده لاسته راوړنو د ساتنې، د ثبات د پیاوړتیا او د نړیوالې ټولنې د لا ډېرو همکاریو د جلب په اړه یې بحث او د نظر تبادله وکړه.
د پنجشېر والي په دې لیدنه کې د سرتاسري امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې په هېواد کې موجود امنیت د پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره مناسب زمینه برابره کړې ده. نوموړي د یوناما له استازولۍ وغوښتل چې په پنجشېر کې د پراختیایي پروژو د پلي کېدو لپاره د نړیوالو بنسټونو او موسسو د همکاریو په راجلبولو کې اغېزناک رول ولوبوي. په ورته وخت کې، د یوناما د مرکزي زون رییس د پنجشیر د سیمهییزې ادارې د لاسته راوړنو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې یادې اړتیاوې به له نړیوالو ملاتړو سره شریکې کړي، تر څو همکارۍ پراخې او ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي.