د پروان له شرطې ښوونیز مرکز څخه ۳۰۹ تنه مجاهدین فارغ شول
د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې لویې قوماندانۍ اړوند د پروان ولایت له شرطې ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۳۰۹ تنه مجاهدین د یوې میاشتې اساسي، عقیدوي او مسلکي زده کړو له بشپړولو وروسته د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول؛ په دغو مراسمو کې د پروان والي الحاج عزیزالرحمن منصور او نورو ګډونوالو مسؤلینو فارغ شویو منسوبینو ته د مبارکۍ ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې له ولس سره پر ښه چلند، لوړ مسلکیتوب، اخلاص او د اسلامي نظام پر صادقانه خدمت تمرکز وکړي، چې په پای کې فارغانو ته د فراغت سندونه او استادانو ته ستاینلیکونه وویشل شول.