د پاکستان لاس موټرو او بې اسناده موټرسایکلونو د ګرځونې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

jamil-moi
۶

د مخکېنۍ اعلامیې په تعقیب سره د ښي لاس (پاکستان لاس) لرونکو موټرو هغه مالکینو ته چې له امنیتي اسنادو پرته په مرکز او ولایتونو کې تګ راتګ کوي، رسول کېږي چې د یادو موټرو د امنیتي سند وېش د (۱۴۰۰ کال د وري میاشتې له ۳مې) نېټې پیل شوی او تر ۹۰ ورځو (د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ میاشتې تر ۳مې) ادامه لري. 
هغه هېوادوال چې د دې ډول موټرو لرونکي وي، غوښتل کېږي څو د خپلو موټرو امنیتي اسناد په تعیین شوي وخت کې طی مراحل او ترلاسه کړي.
په مرکز او ولایتونو کې د بې اسناده موټرو تګ راتګ قانوني-امنیتي سرغړونه ګڼل کېږي او پر وړاندې به یې جدي چلند ترسره شي.
همدارنګه؛ د موټرسایکلونو وارد کوونکو ته هم رسول کېږي، چې له ترافیکي اسنادو پرته (بې پلېټ او جواز سیر) موټرسایکلونه ته له ګمرکونو د ایستلو اجازه نه ورکول کېږي او محترم وارد کوونکي مکلف دي څو له ګمرک څخه د موټرسایکلونو تر ایستلو دمخه د ترافیکو له ادارې څخه نمبر پلېټ او جواز سیر ترلاسه کړي. له قانوني اسنادو پرته به یې وسایط ضبط شي او هغه مهال بیا د شکایت حق نه لري.
له خپلو پولیسو سره همکار اوسئ!

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۸:۵۶
Background image

خبرتيا!

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو

Back to announcements