د پاسپورټ لوی رییس پاسوال مولوی عبدالکریم حسیب زابل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د پاسپورټ امریت د نوي ودانۍ د جوړېدو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حسیب د یادې ودانۍ د رغنیزو چارو د چټکتیا، کیفیت او کاري پلان پر څرنګوالي د ټينکار ترڅنګ وویل چې ددې ودانۍ په جوړېدو سره به د زابل د پاسپورټ امریت چارې لا ګړندۍ او پاسپورټ غوښتونکو ته به د لازمو اسانتیاوو په درلودلو سره پاسپورټونه وېشل کیږي.