د پاسپورټ ریاست خبرتیا

moi-af
dfs

د پاسپورټ ریاست د انلاین سیستم د ظرفیت لوړونې په پار ټولو هغو هېوادوالو ته خبر وکوي، چې د انلاین سیستم له لارې یې نومیلکنه کړي وي او وخت ورکړل شوي وي؛ کولای شي خپل فورمونه د راتلونکي اونۍ(شنبې) ورځې  څخه بیا ځلې په سیستم کې وګوري چې نېټې او نوبت یې مخکې شوي دي.
 د پاسپورټ ریاست د رهبرۍ د پرېکړې سره سم د پاسپورټ د انلاین سیستم په ظرفیت کې ۵۰۰ کسان نور هم زیات شول، چې په ترڅ کې به یې د ورځې ۴ زره ۵۰۰ کسان د انلاین فورمونو له لارې طی مراحل او پاسپورټونه به پرې ویشل کیږي.
د یاد ظرفیت د لوړونې له مخې به د هېوادوالو د نوبت ورکونې او نتظار شیبې راکمې او په کمه موده کې به د انلاین سیستم له لارې پاسپورټونه ترلاسه کوي.
د یادونې وړ ده چې یوازې هغه کسان چې نېټې یې په ډاګه شوي کولای شي خپل فورمونه له شنبې ورځې څخه بیاځلې چک کړي تر څو په خپل نوبت سره ریاست ته مراجعه وکړي.

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۲۵
Background image

خبرتیا!

په پام کې ده، چې د ټرافیک پولیسو لوی ریاست د سړک سر ټرافیک پرسونل برخه کې یو شمېر کسان نوي په دندو وګوماري.

یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۱:۲۵
Background image
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۳ - ۱۲:۵۵
Background image

خبرتیا

کورنیو چارو وزارت ته د کابل ګمرک د هغو ۴۴ پلیټ لرونکو وسایطو د راپور پر بنسټ، چې پخوا ورک شوي وو او د کابل، هرات، بلخ او پکتیا پلیټونه یې لرل او او

Back to announcements