د پاسپورټ ریاست خبرتیا!

moi-af

هېوادوالو! لکه څرنګه تاسې خبر یاست چې د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره د مراجعینو زیاتوالی او د تخنیکي وسایلو  کمښت  د پاسپورټونو د ویش په برخه کې یو لړ ستونزې رامينځته کړې دي

نو له همدې امله د پاسپورت ریاست رهبري په پام کې لري چې د هېوادوالو لپاره د پاسپورټونو د ویش  په لړۍ کې درنو هېوادوالو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي، څو هېوادوال په اسانۍ سره په لنډ وخت کې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

په دې اساس د پاسپورټ ریاست د بشری او تخنیکي وړتياوو د لا لوړولو  په موخه یو لړ لازم اقدامات پیل کړي، چې دا چاره به تر راتلونکې یکشنبې دوام وکړي.

نو له همدې امله د پاسپورټ ریاست ټولو قدرمنو مراجعینو ته خبر ورکوي چې د یادو دلایل پر بنسټ د پاسپورټونو د ویش لړۍ راتلونکې چهار شنبه، چې د روانې کب میاشتې ۱۸ مې نېټې سره سمون لري، بندیږي او د پاسپورټونو د بیا وېش چاره به د کب میاشتې په ۲۲ مه نېټه بېرته پیل شي.

مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۱۱:۴۳
Background image

د لاسرسي او اطفايې لوی ریاست خبرتیا

ګرانو هېوادوالو د ځان او مال ساتنې لپاره لاندې سپارښتنې په پام کې  ونیسئ:

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د پولیسو اکاډمۍ خبرتیا

د کورنیو چارو و زارت هغه شمير ښاغلو افسرانو ته چې د پولیسو اکاډمۍ د ماسټرۍ پروګرام د (عامه ادارې او پالیسۍ او جرم او د جزا حقوقو او جرم پېژندنې) په

شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۹:۲۳
Background image

د پاسپورټ د عمومي ریاست خبرتیا

 د پاسپورټ عمومي ریاست د ښو خدماتو د وړاندې کولو او د مراجعینو د کاري پړاوونو د چټکتیا په پار، غواړي د دغې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیسټمونو کې

Back to announcements