د پاسپورټ ریاست خبرتیا!

moi-af

هېوادوالو! لکه څرنګه تاسې خبر یاست چې د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره د مراجعینو زیاتوالی او د تخنیکي وسایلو  کمښت  د پاسپورټونو د ویش په برخه کې یو لړ ستونزې رامينځته کړې دي

نو له همدې امله د پاسپورت ریاست رهبري په پام کې لري چې د هېوادوالو لپاره د پاسپورټونو د ویش  په لړۍ کې درنو هېوادوالو ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي، څو هېوادوال په اسانۍ سره په لنډ وخت کې پاسپورټونه ترلاسه کړي.

په دې اساس د پاسپورټ ریاست د بشری او تخنیکي وړتياوو د لا لوړولو  په موخه یو لړ لازم اقدامات پیل کړي، چې دا چاره به تر راتلونکې یکشنبې دوام وکړي.

نو له همدې امله د پاسپورټ ریاست ټولو قدرمنو مراجعینو ته خبر ورکوي چې د یادو دلایل پر بنسټ د پاسپورټونو د ویش لړۍ راتلونکې چهار شنبه، چې د روانې کب میاشتې ۱۸ مې نېټې سره سمون لري، بندیږي او د پاسپورټونو د بیا وېش چاره به د کب میاشتې په ۲۲ مه نېټه بېرته پیل شي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements