د پاسپورتونو د ویش لړئ په لسو نورو ولایتونو کې تیره ورځ پیل شوه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۹:۵۹



د پاسپورتونه د وبش لړئ په دایکندي، پروان، کاپیسا، بدخشان، نورستان، لوګر، میدان وردګ، غزني، فاریاب او غور ولایتونو کې، پیل شوه.
د پاسپورت لوی رییس الحاج عالم ګل حقاني، تیره ورځ په خبري ناسته کې، د یادو مواردو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
ښاغلي حقاني، د پاسپورتونو د ویش لړئ په لسو ولایتونو کې، یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه او د فساد په اړه د پاسپورت په ریاست کې یې د ۶۰ تنو کمیشنکارانو د نیولو په هم معلومات شریک کړل.
په کابل کې به د پاسپورتونو ، د ویش لړئ د تخنیکي ستونزو د حل نه وروسته بیا پیل شي.
غونډه د خبریالانو له پوښتنو سره پای ته ورسیده .