د وردګو د نرخ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.
تېره شپه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په شاه کابل سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د نرخ ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو نومول شوی ولسوال امین الله د هغه له شپږو ساتونکو سره وژل شوی دی.
په یادو عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.