د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې ۱۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۱:۴۰
7

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په کابل، کندوز، کندهار، بادغیس، هلمند، بدخشان، پروان، ننګرهار، فاریاب او بلخ ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۹ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې درې تنه، کندوز کې دوه تنه، بادغیس کې یو کس، هلمند کې یو کس، پروان کې څلور تنه، کندهار کې یو کس، بدخشان کې یو کس، ننګرهار کې څلور تنه، فاریاب کې یو کس او همدارنګه په بلخ ولایت کې هم یو کس له یو اندازه هیرویینو، ښيښه، چرسو، تریاکو، بنګدانو، دوه میله وسلو او د نشه يي توکو د پلور له اړخه ۱۵۳۸۰ افغانۍ نقدې پیسې ترلاسه شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.