د هېواد په څلورو ولایتونو کې اته تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

jamil-moi
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۱:۴۵
۶

د هرات، سرپل، تخار  او بلخ ولایتونو د امنیه قوماندانیو منسوبینو اته تنه د قتل، وسله والو غلاو، دوکې او د خلکو د ځورونې په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ د هرات ښار د اومې او یوولسمې ناحیو په اړوند سیمو کې دوه تنه د غلا او یو کس د دوکې، سرپل کې یو کس د موټرسایکل د غلا، د مزارشریف ښار  په یوولسمه ناحیه کې درې تنه د قتل او همدارنګه د تالقان ښار په څلورمه ناحیه کې هم یو کس د خلکو د ځورونې په تړاو نیول شوي دي.