د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، سرپل، هرات، ننګرهار او غزني ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ کابل کې دوه تنه، سرپل کې یو کس، هرات کې یو کس د نشه يي توکو د پلور له درکه له ۲۰۰ زره افغانیو او یو عراده موټر سره، ننګرهار کې شپږ تنه له شل کیلوګرامه نشه يي توکو، ۱۹۰۰ قرصه "کا" نشه کوونکو تابلېتونو او یو میل کلاشینکوف وسلې سره او همدارنګه په غزني کې هم دوه تنه له څه باندې اوه کیلوګرامه ښيښه او چرسو سره یو ځای نیول شوي دي.
د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.