د هېواد په دوو ولایتونو کې له اوه چاودنو د مخنیوي برسېره، لغمان کې دوه حرفوي ماین جوړونکي نیول شوي

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۰ - ۱۳:۱۵
y

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په مرکزي سیمو کې دوه بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ملکي مرګ ژوبلې په موخه د شپږو کړیو ځای پر ځای شویو ماینونو له چاودنې مخنیوی کړی دی.
بلخوا پولیسو د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې هم یو کړۍ ماین کشف کړی دی.
په همدې حال کې د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د یاد ولایت په اړوند سیمو کې دوه حرفوي ماین جوړونکي نیولي دي.