د هېواد په درېیو ولایتونو کې ۱۶ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۹/۴/۱۴ - ۱۷:۲۷
1

ترهګرو طالبانو د تېرې یوې شپې ورځې په لړ کې د زابل، لوګر او فاریاب ولایتونو په اړوند سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه ترسره کړي، چې د ملي امنیتي ځواکونو او د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي او په ترڅ کې يې ۷ ترهګر طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
یادې نښتې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ، د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ او د فاریاب ولایت په خان چهار باغ ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.
د یادونې وړ ده چې په فاریاب کې له خاورې د سپېڅلې دفاع په لار کې دوه ملي امنیتي ځواکونه هم برسېرن ټپيان شوي دي.