د هېواد په بازارونو کې د "خوراکي، لومړنیو او مصرفي توکو"  د احتکار په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

hakimi-moi
01

افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د هېواد په بازارونو کې ځینو سوداګرو په خوراکي، لومړنیو او مصرفي توکو کې احتکار کړی او قصد لري، چې یاد توکي د خرڅلاو په بازارونو کې په لوړه بیه وپلوري؛ چې دا عمل د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دی او په جزا کود کې دا عمل جرم ګڼل شوی دی.
د جزا کود د ۸۰۰ مادې له مخې (کوم کس چې ځان ته د زیاتې ګټې او یا په لوړه بیه پلورلو لپاره په رقابتي بازار کې عامه لومړني، خوراکي او مصرفي توکي پټ وساتي او یا بازار ته یې له عرضه کولو ډډه وکړي، یا هم د نورو خلکو په وسیله یې په بازار کې د عرضې مخنیوی وکړي؛ پدې شرط چې احتکار شوي توکي په بازار کې د لومړنیو توکو د کموالي یا د بیې د لوړېدو لامل شي، احتکار دی او د دې فصل د حکمونو پر بنسټ مجازات کېږي.)
د جزا کود د ۸۰۲ مادې پر اساس (کوم کس چې د احتکار په جرم تورن وي، د احتکار شویو توکو د مصادرې سربېره په قصیر حبس محکومېږي.)
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو منسوبینو ته دستور ورکوي؛ څو د هغو کسانو پر وړاندې چې په خوراکي، لومړنیو او مصرفي توکو کې احتکار کوي، د قانون له مخې جدي قانوني چلند وکړي.
همداراز ګران هېوادوال هم کولای شي د احتکار د لیدنې  پر مهال د ملي پولیسو له ۱۱۹ شمېرې سره اړیکه ونیسي.
درنو هېوادوالو!
راځئ کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره یو بل سره مل شو.
 

مطبوعاتي اعلامیې

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۰
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا!

ټولو د ټرانسپورټي شرکتونو محترمو هغو مالکینو ته خبر ورکول کیږي چې د خلکو د  خوښیو( ودونو، کوژدو او نورو مراسمو) پر مهال او یا د بار وړلو لپاره ودان

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې عالي مقام د ۱۳ مې ګڼې شپږم بند، د ۰۲/۰۷/۱۴۴۵ نېټې مصوبې پر بنسټ، ټولو هغو محترمو سوداګرو، شرکتونو او نورو حقيقي ا

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۳
Background image

د ترافیک پولیسو خبرتیا

ټولو هغو موټر چلوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د وسایطو د نمبرپلېټونو شمېرې او نښې یې پیکه شوي وي او یا یې په داسې چوکاټونو او جالیو کې چې د لوستلو او

Back to announcements