د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۵ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ کابل کې دوه تنه، بلخ کې یو کس، تخار کې څلور تنه، دایکندي، کې درې تنه، غزني کې دوه تنه، پروان کې هم دوه تنه او همدارنګه بادغیس کې یو کس نیول شوي دي.
له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوي او نسبتي دوسیې یې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.