د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۴
1

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د هېواد په اوو ولایتونو کې څو اوپراتیفي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له ډلې؛ بلخ کې یو کس، هرات کې دوه تنه، ننګرهار کې پنځه تنه، تخار کې دوه تنه، بدخشان کې دوه تنه، پروان کې یو کس او همدارنګه دایکندي کې هم یو کس نیول شوي دي. 
له دې کسانو څخه ۶۳ کیلوګرامه نشه یي توکي د تریاکو، ښیښه، چرسو او هیرویینو له ډوله؛ ۲۵۹۵ قرصه “کا” نشه کوونکي تابلېتونه او همداراز د نشه یي توکو د پلور له درکه ۷۳۶۷۰ افغانۍ نقدې پیسې ترلاسه شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د نیول شویو کسانو نسبتي دوسیې تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده بنسټ ته سپارل شوې دي.