د هېواد په اوو ولایتونو کې ۱۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۳/۱۳ - ۱۰:۳۸
z
د ملي پولیسو منسوبینو ۱۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو لکه: وسله والو غلاو، د لاسي بمونو غورځونو او د جعلي پیسو په تړاو د هېواد له اوه ولایتونو نیولي دي.
یاد کسان د هرات، ننګرهار، بلخ، جوزجان، تخار، خوست او هلمند ولایتونو څخه نیول شوي دي.
له نیو شویو کسانو څخه پنځه میله وسلې او څلور عرادې نقلیه واسطې د پولیسو لاسته ورغلي دي.