د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه
د تېرې سېشنبې په ورځ د برچي پر سل بستریز ملي روغتون، ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو او له هغې وروسته په ګردېز ښار کې موټربم چاودنې افغانان د غم په ټغر کېنول. امنیتي ځواکونو له څلورو ساعتونو په کمه موده کې د برچي پر سل بستریز ملي روغتون برید شنډ کړ او ټول ترهګر بریدګر یې له منځه یوړل؛ خو د ترهګرو طالبانو لهخوا د دې جنایتونو تکذیب او پر ملکي موخو د بریدونو نهمنل د څو مهمو ټکو ښکارندوي کوي، هغه څه چې طالبان غواړي خپلې څېرې پرې وپوښي:
د طالبانو لهخوا د وروستیو بریدونو مسوولیت نهمنلو لامل د عامه افکارو فشار، د ملي او نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو سازمانونو د اندېښنو زیاتوالی و او دا ټول هغه موارد وو، چې دوی غوښتل د دې پهوسیله د افغانستان د خلکو پر وړاندې د ترسره شویو جنایتونو او بریدونو له ترسراوي ځان تېر باسي.
طالبانو پر ګردېز ښار د برید مسوولیت ځکه ومانه، چې د دوی په اند هلته نظامي تاسیساتو ته نږدې ترسره شوی و، خو د برچي پر سل بستریز روغتون برید کې لاس لرل یې بیا ځکه رد کړ، چې د خورا پراخو غندنو سره مخ شو او ورپسې په ننګرهار کې د برید مسوولیت بیا د ذبیحالله مجاهد په څېر د یوه نامالوم کس لهخوا چې ځان یې داعش ته اړوند باله، ومنل شو.
لکه څنګه چې طالبان وايي: چې پر روغتونونو، مذهبي او روغتیايي مرکزونو برید جنایت دی؛ نو دا خپله د دې لوی لامل دی چې طالبان پهخپله جنایتکاره جنګي ډله ده او کوم جنایتونه چې يې تر دې دمخه ترسره کړي، حکایت یې کوي. کومو بریدونو ته به چې طالبانو تر دې مخکې د غزوې او استشهادي بریدونو نوم ورکاوه، نن يې پهخپله د جنایت او ناورین په نامه یادوي.
افغانان پر دې ښه پوهېږي، چې پر ملکي خلکو د طالبانو (برید او تکذیب) څه تازه خبره نهده او دوی په وار - وار پر داسې جنایتونو لاس پورې کړی، چې د افغانستان اطلاعاتي سرچینو د هغو په اړوند د طالبانو پر لاس لرلو کې کره اسناد وړاندې کړي دي. طالبان اوس نهشي کولای چې د خپلو ترسره شويو جنایتونو د (برید او تکذیب) مسوولیت په نورو ترهګرو ډلو لکه: داعش واچوي او خپلې ترهګرۍ پټې کړي.
طالبان د ملکي او غیرنظامي خلکو په وژلو کې پخوانۍ مخینه لري. دا ډله حتا د غیرنظامیانو پر وژلو بسنه نهکوي او پر روغتونونو، جوماتونو، ښوونځیو، ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو، هوټلونو، جمنازیومونو او نورو ملکي مرکزونو بریدونه کوي.
د تېرو کلونو په لړ کې هغه ملکي موخې چې طالبانو په ډېر فجیح ډول پر هغو بریدونه کړي وو، په لاندې ډول دي:
• د ۱۳۹۶یم کال د سلواغې میاشتې په ۷مه نېټه؛ کابل ښار کې جمهوریت روغتون ته څېرمه له امبولانس څخه په استفاده د ځانمرګی برید په ترڅ کې ۹۵ تنه شهیدان او ۱۵۸ تنه نور ټپيان شول.
• د ۱۳۹۵یم کال د کب میاشتې په ۱۸مه نېټه؛ د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز نظامي روغتون وسلهوال برید.
• د ۱۳۹۸یم کال د چنګاښ په ۱۰مه نېټه؛ د کابل ښار په ۱۶مې ناحیې کې موټربم برید، چې له امله یې ۴ تنه شهیدان او ۵۱ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۴یم کال د زمري میاشتې په ۲۲مه نېټه؛ د کابل په شاهشهید سیمه کې موټربم برید، چې له امله یې ۶۴ تنه شهیدان او نږدې ۴۰۰ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۸یم کال د تلې میاشتې په ۲۶مه نېټه؛ د ننګرهار ولایت په هسکېمېنې ولسوالۍ کې پر یوه جومات توغندیز برید، چې له امله یې ۶۲ تنه شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۸یم کال د چنګاښ میاشتې په ۱۵مه نېټه؛ د غزني ښار د لومړۍ ناحیې په اړوند سیمو کې پر محمدیه جومات برید، چې له امله یې ۱ ماشوم شهید او ۲۴ نور ملکیان ټپیان شول.
• د ۱۳۹۷یم کال د غبرګولي میاشتې په ۱۰مه نېټه؛ کابل ښار کې پر زنبق څلورلارې برید، چې له امله یې ۹۰ تنه شهیدان او ۴۶۳ نور ټپیان شول.
• د ۱۳۹۶یم کال د جدي په ۳۰مه نېټه؛ پر کانټینېنټال هوټل برید، چې له امله یې ۲۲ تنه شهیدان شول.
• د ۱۳۹۸یم کال د چنګاښ په ۲۱مه نېټه؛ په ننګرهار کې د واده پر مراسمو برید، چې له امله یې ۵ تنه شهیدان او ۴۰ نور ټپیان شول.
• د سپټمبر په ۱۹مه نېټه؛ په زابل کې پر یوه روغتون برید، چې له امله یې د روغتیايي کارکوونکو برسېره ۲۰۰ تنو ته مرګژوبله واوښته.
• د ۱۳۹۰یم کال د چنګاښ په ۴مه نېټه؛ د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې پر یوه روغتیايي کلینیک موټربم برید، چې له امله یې د روغتیايي کارکوونکو په شمول ۴۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
• د ۲۰۱۴ کال د نومبر په ۲۴مه نېټه؛ د پکتیکا ولایت د یحیخېلو ولسوالۍ په غیبيخېل سیمه کې د والیبال پر ورزشي لوبغالي کې د موټرسایکل بم چاودنه، چې له امله یې د ماشومانو په شمول ۱۲۰ تنه شهیدان او ټپیان شول.
• د ۲۰۱۸/۱۱/۲۱ نېټه؛ د کابل ښار د پینځلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د دیني عالمانو پر غونډې برید، چې له امله یې څه باندې ۵۰ تنه دیني عالمان شهیدان شول.
• د ۲۰۱۹/۵/۲۴نېټه؛ کابل کې د التقوا پر جومات برید، چې له امله یې د مولوي ریحان په شمول ۱۸ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول.
• د ۱۳۹۷یم کال د لېندۍ په ۴مه؛ کابل کې د عالمانو شورا د مرستیال عبدالبصیر حقاني ترور.
• د ۲۰۱۴/۱۲/۱نېټه؛ د بغلان ولایت په بورکې ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو برید، چې له امله یې ۱۸ ملکیان شهیدان شول.
• د ۲۰۱۷/۸/۱نېټه؛ د هرات ښار د درېیمې ناحیې په اړوند جوادیه جومات برید، چې له امله یې ۳۰ تنه شهیدان او ۶۰ نور ټپیان شول.
• د ۲۰۱۸/۱۱/۲۳نېټه؛ د خوست ولایت په اسماعیلخېلو ولسوالۍ کې یوه جومات کې ځانمرګی برید، چې له امله یې ۲۶ تنه شهیدان او ۵۰ تنه تپیان شول.
د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه پر دې ټکي د ټینګار سربېره چې طالبان نورو ترهګرو ډلو ته په هېواد کې د ترورېستي فعالیتونو زمینه برابروي؛ دوی د افغانانو د وینې تویونې او جګړې اصلي عاملین هم یادوي. دوی حتا د امریکا له متحده ایالاتو سره د شوې هوکړې ګټو ته ژمن نهدي، په افغانستان او سیمه کې يې له نورو ترهګرو ډلو سره د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د سازماني ایدیولوژیکي لیدلوري د فعالیت په برخه کې لا بډایه زمینه برابره کړې ده.
دوی سره له دې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت له دولت سره د سولې خبرو ته غاړه نه ږدي، بلکې له اعلان دمخه یې د پسرلنیو بریدونو په ترسراوي لاس پورې کړی او د خلکو او سولې پروسې د دخیلو برخو په غافلېدو کې يې له هېڅ راز هڅو ډډه نهده کړې.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې پروسې د بریا پهپار د پرمختګ ګامونه پورته کړي او د طالبانو ۱۰۰۰ تنه زندانیان یې ازاد کړي، خو پر وړاندې يې طالبانو بیا له امریکا متحده ایالاتو سره هوکړه نهده عملي کړې او په ګڼو بریدونو، تاوتریخوالو او جنایتونو یې لاس پورې کړی، چې دا خپله د سولې پروسې پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کوي. دوی همداراز د اوربند غوښتنې ته هم غاړه نه ده ايښې او لا یې هم له بهره د چاودېدونکو توکو او ځانمرګو راوړلو ته دوام ورکړی دی.
بل واقعیت خو دا دی، چې طالبانو د تېرو دوه میاشتو په لړ کې تر ټولو زیاته مرګژوبله ملکي خلکو ته اړولې او په دې برخه کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما)، د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون او اړونده بنسټونو راپورونه واضېح سند دی.
یادو ټکو ته په پام سره طالبان د ترهګریزو بریدونو په تېره بیا د تېرې سېشنبې په ورځ په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د ترسره شویو بریدونو او جنایتونو اصلي لاملین دي او په وار - وار یې د جوماتونو، مذهبي او فرهنګي ځایونو او پر روغتونونو بریدونو کې لاس لرلی دی.
د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازینۍ مشروع قوه ده، چې له اسلامي ارزښتونو د دفاع په برخه کې یې د هېواد د اساسي قانون، ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي او نړیوالو میثاقونو اډاڼې ته غاړه ایښې او د افغانستان د لوېشت - لوېشت خاورې په دفاع کې به له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي او د افغانستان د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکي دي. د افغانستان دښمنان نهشي کولای د کاذبو تبلیغاتو په خپرولو له هغو جنایتونو اوږه سپکه کړي، کوم چې یې د افغانانو پر وړاندې ترسره کړي دي.
