د هلمند ولایت پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۳۴۶ تنه مجاهدین فارغ شول moi-af سهشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۲:۵ https://www.moi.gov.af/ps/%D8%AF-%D9%87%D9%84%D9%85%D9%86%D8%AF-%D9%88%D9%84%D8%A7%DB%8C%D8%AA-%D9%BE%D9%88%D9%84%DB%8C%D8%B3%D9%88-%D9%84%D9%87-%DA%9A%D9%88%D9%88%D9%86%DB%8C%D8%B2-%D9%85%D8%B1%DA%A9%D8%B2-%DA%85%D8%AE%D9%87-%DB%B3%DB%B4%DB%B6-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%85%D8%AC%D8%A7%D9%87%D8%AF%DB%8C%D9%86-%D9%81%D8%A7%D8%B1%D8%BA-%D8%B4%D9%88%D9%84 یادو منسوبینو د نظامي او عقیده تي زده کړو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت امنیه قومندان، د هلمند ولایت پولیسو د روزنیز مرکز قومندان، علماوو او یاد ولایت مسوولینو او منسوبینو په شتون کې د فراغت سندونه تر لاسه کړل. ویناوالو په دغه مراسمو کې د نظامي او مسلکي زده کړو پر اهمیت خبرې وکړې او فارغان یې د اسلامي امارت د مشرانو اطاعت، ملي ارزښتونو ته درناوي، دین، ولس او نظام ته ښه خدمت ته وهڅول. وروسته فارغ شوو منسوبینو نظامي نمایشونه نندارې ته وړاندې کړل او غونډه د تصدیق پاڼو په وېشلو پای ته ورسېده.